د روان کال درېیمې ربعه کې نږدې ۶۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي

د روان کال درېیمې ربعه کې نږدې ۶۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقامو په تړاو ویلي، د تېر کال په پرتله په صادراتو کې نږدې ۳۵ میلیونه زیاتوالی راغلی چې د دغې ربعې ټوله لاسته راوړنه یې ۶۶۹،۷ میلیونه ډالره ښودلې.

 

د یادې ادارې د خبر له مخې، په همدې ربعه کې د وارداتو ارزښت بیا ۳ میلیارده او ۲۵۴ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

 

د سرچینې په خبره، په درېیمه ربعه کې تر ټولو زیات وچه او تازه مېوه، سبزي، طبي بوټي او معدني توکي صادر شوي دي.

 

یاده دې وي چې دغه صادرات د هېواد له ګمرکونو نورو هېوادونو ته په تېرو درېیو میاشتو کې صادر شوي دي.

تړلي موضوعات