بلخ لسګونو تولیدي فابریکو فعالیت پیل کړی
د بلخ سیمه ییز مسئولین وایي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته بلخ کې لسګونو توليدي فاریکو فعالیت پیل کړی.
د بلخ کانونو او صنایعو خونې رئیس امام الدین سنایي زاده ویلي، دا مهال یاد ولایت کې شاوخوا ۲زره فابریکې فعالیت کوي، چې زرګونو ځوانانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.
د نوموړي په خبره، دې وروستیو کې ۳۰۰ نویو فابریکو فعالیت پیل کړی، چې د بلخ سیمه ییزې ادارې هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د یادونې ده، چې د صنعت کارانو او فابریکه لرونکو څخه د ملاتړ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه لوري ۸۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي پارګونو جوړولو ته ځانګړې شوې، چې سوداګر دغه اقدام د هېواد صنعت ودې برخه کې حیاتي بولي.