د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د وارداتي برېښنا تړون یو کال نور هم تمدید شو

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د وارداتي برېښنا تړون یو کال نور هم تمدید شو افغانستان
افغانستان ته د تاجکستان وارداتي برېښنا

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د افغانستان برېښنا شرکت او تاجکستان برېښنا سهامي شرکت ترمنځ د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا پېرولو تړون لاسلیک شوی.

 

دغه تړون ترکیه کې د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئيس او تاجکستان برېښنا سهامي شرکت مشر محمد عمر عسازاده ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي، د همدې تړون په اساس به افغانستان له تاجکستان څخه په ۲۰۲۵ کال کې هم برېښنا را وارده کړي.

 

نوموړي ویلي، د افغانستان زیاته برخه برېښنا وارداتي ده او په همدې موخه د برېښنا شرکت هر کال له څلور ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د وارداتي برېښنا تړونونه نوي کوي.

 

دغه تړون داسې مهال لاسلیک کېږي، چې د افغانستان برېښنا شرکت په کور دننه هم د برېښنا له درکه د ځان بسیاینې لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

تړلي موضوعات