د عامې روغتیا له څلور لارې بیا تر ارګ د تړل شوي سړک پرانېسته کېږي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د عامې روغتیا وزارت له څلور لارې، بیا تر ارګه نښلونکی سړک چې له کلونو تړل شوی بیرته خلاصېږي.
ښاغلي فطرت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا سړک په اساسي ډول رغول شوی، ټول کانکریټي موانع لرې شوي او اوس یې د د دروازې په جوړولو کار روان دی.
نوموړي زیاته کړې، د اوس لپاره له دې مسیر یوازې مهم کسان او یا هم بهرني مېلمانه تګ راتګ کولی شي.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلنو راهېسې کابل او ولایتونو کې ګڼ شمېر لارې چې د زورواکو او یا هم بهرنیو ادارو تړلې وې، بېرته د خلکو پر مخ خلاصې شوې دي.