د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته ګواښ نه پېښېدو کې ا.ا خپله ژمنه عملي کړې

د افغانستان له خاورې ګاونډیو ته ګواښ نه پېښېدو کې ا.ا خپله ژمنه عملي کړې افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره کتلي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د چین استازي یوشیایونګ او کابل کې د چین سفیر چاو شینک سره کتنه کې کړې دي.

 

مولوي عبدالکبیر دې کتنه کې ویلي، افغانستان له چین سره ښې اړیکې لري او دا مهال د کابل او بیجینګ ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکارۍ مخ په پراخېدو دي.

 

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت ټولو ګاونډیو او نړېوالو ته ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه به چاته هیڅ ګواښ پېښ نه شي او تېرو درېیو کلونو کې حکومت خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړې ده.

 

سياسي مرستيال سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر سیمه ییزو همکاریو ټینګار کړی دی.

 

بلخوا دې کتنه کې د چین ځانګړي استازي ویلي، چین نړېوالو ناستو کې د افغانستان  د دریځ ملاتړ کوي او لېوال دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.

 

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته درناوی لري او هڅه کوي، چې افغانستان کې د پانګونې په پراختیا سره د اقتصاد په پیاوړي کولو کې ونډه واخلي.

تړلي موضوعات