که په بهر کې د ورانکاره ډلو مخه ونه نیول شي، خطرناکې پایلې به ولري
د افغانستان استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق د کوم بهرني هېواد له نوم اخېستلو پرته دومره ویلي، که د افغانستان د سرحدونو د باندې د ورانکاره ډلو فعالیت مخه ونه نیول شي خطرناکې پایلې به ولري.
ښاغلي وثیق په دې اړه د زیاتو جزیاتو ورکولو پرته نړېواله ټولنه دې برخې ته متوجې کړې او د مخنیوي غږ یې پرې کړی.
د استخباراتو عمومي رئیس په عیني حال کې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د هغو مرکزونو نومونه چې دوی یې یادوي، په افغانستان کې نه بلکې په هغو ګاونډیو هېوادونو کې ښيي، چې افغانستان یې د تخریبي اعمالو بیه پرې کړې ده.
ښاغلي وثیق په نړېوالو سازمانونو نېوکه کړې چې ځېنو یې د افغانستان د امنیتي اخلال لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي په عین حال کې د ناسمو اطلاعاتو خپرول د دغو شبکو کاروبار بللی او ویلي دي، دا شبکې د سیمې هېوادونو ترمنځ د واټن د پیدا کولو په هڅه کې دي.