ترکمنستان افغانستان کې د زینتي ډبرو پروسس برخه کې پانګونه کوي

ترکمنستان افغانستان کې د زینتي ډبرو پروسس برخه کې پانګونه کوي سوداګرۍ او اقتصاد
چې دې برخه کې به پانګونه وکړي

له ترکمنستانه هرات ته راغلي سوداګریز او اقتصادي پلاوي د دې ولایت صنعتي ښارګوټي کې د زینتي ډبرو پروسس او استخراج فابریکو سره هوکړې ته د چمتووالي خبر ورکړی. 

د دغه سوداګریز پلاوي مشر نوکر قلی اناقلی اف یاد ښارګوټي کې د زینتي ډبرو د پروسس او استخراج له څو کارخونو لیدنه کې د پروسس او استخراج چارې بې بېلګې بللې او ویلي یې دي، چې دې برخه کې به پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې دا مهال د زینتي ډبرو د پروسس او استخراج ۴۰ کارخونې فعالیت لري، چې پر داخلي بازارونو سربېره ایران، عربستان او اسټرالیا ته صادرات کوي.

تړلي موضوعات