امریکا د ۱۴ټني بمونو په وسیله د ایران درې اټومي سایټونه په نښه کړي

امریکا د ۱۴ټني بمونو په وسیله د ایران درې اټومي سایټونه په نښه کړي سیمه
د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه

امریکا نن یکشنبه سهار د ایران په فردو، نطنز او اصفهان کلیدي اټومي سایټونو پراخ بریدونه کړي دي.

د نړېوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د B-2 بم غورځوونکو او لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله ترسره شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه رسمي اعلامیه کې دغه بریدونه بریالي بللي دي.

تر دغو بریدونو وروسته ایراني سرچینو ویلي، یاد تاسیسات له وړاندې تخلیه شوي و او ور اړول شوي زیانونه محدود دي.

په ورته مهال مصر او پاکستان د امریکا دغه اقدام غندلی او ایران هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ جلسې غوښتنه کړې.

تر اوسه د اټمي انرژۍ نړېوال سازمان(IAEA) د بریدونو د تائید او یا رد په اړه کومه رسمي بیانیه نه ده ورکړې.

تړلي موضوعات