پر اسرائیلو د ایران تازه بریدونه؛ لس اهداف په نښه شوي
د امریکا له بریدونو وروسته ایران په تازه اقدام سره د اسرائیلو په لوري ګڼ توغندي توغولي.
اسرائیلي رسنیو ویلي، د ایران توغوندي د اشغالي سیمو په حیفا، سهیل او تل ابیب کې د کارمل ۱۰ ځایونو کې اهداف په نښه کړي.
اسرائیلي رسنیو ویلي، د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته د اشغالي سیمو په شمالي او مرکزي برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي.
تر اوسه د دې بریدونو له کبله د اوښتو زیانو په اړه او یا دا چې کوم اهداف يې په نښه کړي څه نه دې ویل شوي.
تر دې وړاندې اسرائیلي رسنیو ویلي و، چې ایران به د امریکا بریدونو په غبرګون کې پر اسرائیلو خپل بریدونه بیرته له سره پیل کړي.