د غزې جګړې وښوده چې بشري حقونو ته د غرب د احترام دعوې دروغ دي

د غزې جګړې وښوده چې بشري حقونو ته د غرب د احترام دعوې دروغ دي سیاسي

د نړيوال قانون او بشري حقونو استاد، دکتور محمود الحنفي د «د غزې جنګ او غرب... د بشر حقوقو نور کوم شعارونه پاتې دي؟!» تر عنوان لاندې خپله وروستۍ ليکنه کې د غربي نړۍ هغه دعوې تر پوښتنې لاندې راوستې دي چې بشري حقونو ته د احترام په نامه يې کوي.

 نوموړي په خپله ليکنه کې ويلي دي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال په نړۍ کې د بشر د حقونو د حالت اړوند راپور وړاندې کوي، چې د دې راپور په چمتو کولو کې يې په نړۍ کې خپاره هغه ډيپلوماتيک پلاوي، مؤسسې، ټولنې، ښارواليانې او پوهنتونونه هم مرسته کوي چې د امريکا له لوري تمويلېږي. په ليکنه کې ويل شوي دي چې اروپايي ټولنه او ځينې اروپايي هېوادونه د مدني ټولنو پراخ مالي ملاتړ کوي چې د بشري حقونو ادارې هم په کې شاملې دي او د پوهاوي، تمرين، څار، حقوقي کمپاينونو او... له لارې دا چاره ترسره کوي.

ليکوال څرګنده کړې ده چې د نړۍ خلک او په بېلا بېلو هېوادونو کې د بشري حقونو ادارې په دې اند دي چې په غربي نړۍ کې د بشري حقونو حالت هغه بېلګه ده چې پېروي يې کېدی شي، خو غزه کې د اسراييلو له لوري د فلسطينيانو ټولوژنې وښوده چې غرب په دې اړه ريښتونی نه دی. ليکنې دې ته اشاره کړې، چې د اسراييلو له لوري د ټولوژنې له پيل سره سم تمويلوونکي غربي لوري د عربي نړۍ د بشري حقونو ادارو او کارکوونکو ته وويل چې په دې شرط يې تمويل ته دوام ورکوي چې د دوی سياسي فرمايشونه ومني، په ځانګړي ډول د اسرييلو او حماس د جګړې قضيه کې. مقاله ليکوال وايي چې تمويلوونکي غربي لوري له دې ادارو غوښتي چې د فلسطيني مقاومت کړنې وغندي او د اسراييلو په جناياتو سترګې پټې کړې، که نه تمويل به يې ودرېږي.

 

مقاله ليکوونکي د مقالې په بله برخه کې ويلي چې د غزې جګړې وښوده چې د بشر حقونو موضوع تشه غربي پروپاګندا ده او له هر ډول حقوقي محتوا پاکه ده. هغه امريکا او المان د بېلګې په توګه ياد کړي دي، چې د غزې جګړې له دې پرده پورته کړه چې دې هېوادونو چې د کومو تمدني ارزښتونو شعار ورکاوه او څه چې په عملي توګه کوي؛ د دواړو ترمنځ لوی توپير دی.

مقاله څرګندوي چې د امريکا متحده ايالات له ټولو پولو واوښتل؛ په بې ساري توګه يې د ټولوژنې د جرايمو ملاتړ وکړ، اسراييلو ته يې هر ډول وژونکې وسله ورکړه، سياسي او ډيپلوماتيک پوښښ يې ورته چمتو کړ، څلور ځل یې په امنيت شورا کې د ويټو حق وکاراوه چې د هرې هغې هڅې مخه ونيسي؛ کومې چې د اوربند او بېړنيو بشري مرستو د رسولو لپاره کېدې او د اونرا ملاتړ يې په داسې مهال کې ودراوه چې د غزې اوسېدونکي چې ډېری يې بې ځايه شوي دي؛ دې ملاتړ ته سخت اړ وو.

امريکا دغه راز د کور دننه د پوهنتونو هغه محصلين په پراخ ډول بنديان کړل چې د ټولوژنې د جرمونو په ضد يې خپله غوسه څرګنده کړې وه. د انسانيت هر ډول ملاتړ او د اسراييلو د ټولوژنې جرمونه بد ګڼل هلته داسې جرم وبلل شو چې مالومه سزا لري. امريکا په پرله‌پسې ډول د بې ګناه ملکي وګړو په ضد هيبتناکو جرمونو ته برات ورکړ او يرغلګر لښکر يې د جګړې اخلاقو ته پابند وباله.

د ليکوال په وينا په دې چلن او په دې دوه مخي توب متحده ايالاتو د بشري حقونو د شعارونو ورکولو اړوند خپله ريښتينولي له لاسه ورکړه. 

 

د غزې د جګړې اړوند د المان سياست ته په کتو هغه ويلي چې د دې هېواد سياست د کور دننه او بهر خلک هک پک کړل. ځکه المان د نړۍ دويم لوی هېواد بلل کېږي چې اسراييلو ته وسله ورکوي، سره له دې چې المان په دې ښه پوهېږي چې دا وسله هلته د ملکي وګړو د وژنې او د روغتونونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او... د ويجاړولو لپاره کارول کېږي، خو المان دې هيڅ شي ټکنی نه کړ، نه يې د چا غندنې او غوسې ته وکتل او نه يې د دې پروا وکړه چې دا قضيه په نړيواله عدلي محکمه کې راپورته شوه.

 

مقاله کې ويل شوي چې المان د اسراييلو د جرمونو په ملاتړ کې ډېر غوڅ دريځ درلود؛ دې هېواد وويل چې اسراييل د ځاني دفاع حق لري، په داسې حال کې چې د فلسطينيانو لپاره يې بيا له همدې حقه انکار وکړ. المان د کور دننه د بيان ازادي محدوده کړه او المان ته ورغليو پناه غوښتونکو باندې يې کړۍ راتنګه کړه. دې هېواد کې د اسراييلو د جرمونو غندنه يا د فلسطين ملاتړ منعه اعلان شو او ان يوازې يو «Like» ورکول ښايي د سزا لامل شي، د بيان د ازادۍ ځپل به نور څنګه وي؟ مقاله وايي چې المان له دې هم وړاندې ولاړ او د جنسيت ورکولو په قانون کې يې په اسراييلو اعتراف يو نوی شرط کېښود.

ليکوال په پای کې ليکلي چې د غزې جنګ وښوده چې بشري حقونو ته د غرب د احترام دعوه غيرحقيقي وه او غرب له يو ځل ډېر په دې ازميښت کې ناکام شو. هغه ټينګار کړی چې له دې هر څه سره سره بشري حقونو ته احترام يوه ټولنيزه او سياسي اړتيا ده او مبارزه بايد ورته وشي. دغه راز د فلسطين حق په جانب قضيه په موږ لازمي کوي چې په وړاندې يې اخلاقي دريځ ولرو او دا خپل لومړيتوب وبولو.

 

 

تړلي موضوعات