د سلواغې ۲۶مه؛ افغانستان کې د شوروي اتحاد د شکست ورځ

د سلواغې ۲۶مه؛ افغانستان کې د شوروي اتحاد د شکست ورځ   افغانستان
انځور ارشیف

پوره ۳۶ کاله وړاندې په همدې نېټه د پخواني شوروي اتحاد اشغالګر پوځونه د شاوخوا لس کلن خونخوار او ویجاړوونکي وحشت وروسته بېرته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول.

 په دې شاوخوا لس کلن ناورین کې میلیونه افغانان شهیدان، معلول او کډوالۍ ته اړ شول، د هېواد بنسټونه له منځه لاړل، ټولنه بې ثباته او نظم یې ګډوډ شو.

 د افغانانو مقاومت او د روسانو پر ضد سرتاسري خوځښت بیا له دفاعي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلوه مسکو ناچاره کړ چې د یوې تاریخي ماتې په منلو له افغانستان خپل ترهېدلي او وارخطا عسکر وباسي.

 د روسانو پر ضد جنګېدونکي افغان مجاهدین او سرښندونکی ولس بلاخره د یوې لویې قربانۍ په منلو وتوانید چې ګرمو اوبو ته د کرملین مهندسي شوې نقشه بدله او دوی بیرته د هېواد په شمالي پوله حیرتان بندر واړوي.

 د روسانو پر ضد د افغان مجاهد ولس دا تاریخي داستان د جنرال بورس ګروموف په هغو ګامونو پای ته ورسېد چې د حیرتان په بندر یې پلي اخیستل.

 د افغانانو دې سرسخت جهادي مقاومت د کرملین ټوله اتوریته وننګوله، د سیالانو له کتار یې وویست او د پخواني شوروي اتحاد په نوم جوړ شوی نظامي، سیاسي او اقتصادي قوت یې دړې وړې کړ.

تړلي موضوعات