ایران د غزې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې

ایران د غزې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې نړۍ
غزه له ۱۵میاشتي خونړۍ جګړې وروسته

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره په ټیلفوني خبرو کې د فلسطین خلکو جبري کوچېدلو په اړه د ټرمپ طرحې ته په اشارې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې.

 ښاغلي عراقچي له غزې تړانګي په اجباري ډول د فلسطینیانو ویستل فلسطین کې د نسل وژنې دوام بللی او د دې توطیې پر وړاندې یې د اسلامي هېوادونو له لوري د واحد دریځ په خپلولو ټینګار کړی دی.

 هاکان فیدان هم دې ټیلفوني اړیکه کې د فلسطین خلکو له حقونو د اسلامي نړۍ د دایمي ملاتړ ټينګار کړی او د غزې په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان د بېړنۍ غونډې را بللو په اړه یې د ایران له وړاندیزه ملاتړ کړی.

 تر دې وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له غزې د فلسطینیانو اجباري ویستلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې وه، چې غزه د فلسطین خاوره ده او هیڅوک یې د برخلیک ټاکلو په اړه پرېکړه نه شي کولی.

تړلي موضوعات