مکسیکو کې د ترافیکي پېښې له امله لسګونه کسان وژل شوي
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د مکسیکو هېواد جنوب کې د یوه بس د ټکر له امله ۴۱ کسان وژل شوي.
سرچېنه وایي، پېښه پرون شنبې د تباسکو ایالت کې رامنځته شوې.
اژانس هلته د ځایي چارواکو په حواله ویلي، دغه بس کې چې ۴۸ کسان پکې سپاره وو، له یوې لارۍ موټر سره یې ټکر کړی دی چې له امله یې ۴۱ کسان پکې وژل شوي.