د کابل او مېنسک ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره تخنیکي ټیمونه جوړېږي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بلاروس بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکاشیویچ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې د کابل او مېنسک ترمنځ د اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دې کتنه کې کابل ته د بلاروس پلاوي راتګ د اړیکو پرمختګ کې ښه پیل بللی دي.
بلخوا لوکا شیویچ ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو بنیاد کېږدي.
دې کتنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د یادو همکاریو د لا پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او مېنسک کې خبرو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې د بلاروس دا لوړ رتبه پلاوی پلازمېنې کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې بېلابېلو برخو کې خبرې اترې کړې دي.