اماراتو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ په پراختیا هوکړه شوې
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي متحده عربي اماراتو ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخیزو اړیکو، د اقتصادي همکاریو پراختیا او سیمه ییزو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي بلخي ویلي، دې کتنه کې د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، اماراتو کې د افغان توکو ته د بازار موندنې پر لارو چارو خبرو ترڅنګ پرېکړه شوې چې په اړه به یې تخنیکي کارونه ترسره شي.
په ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر له اماراتي لوري افغانانو ته د ویزو د ورکړې برخه کې اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې په خبره یې، افغان حکومت چمتو دی چې د پروسې ښه پلي کېدو برخه کې خپل رول ولوبوي.
دې کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه د منظم کار پر دوام او د چارو پر تعقیب هوکړه شوې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی وړمه ورځ په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په موخه ولاړ.