مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو سیاست

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د رئیس الوزراء مخکېنی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ټاکل شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مخکېنی وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني څو اوونۍ وړاندې وزارت دننه په یوه برید کې په شهادت رسېدلی و.

ښاغلي مجاهد د رئیس الوزراء سیاسي مرستیالي ته د بل چارواکي ټاکنې په اړه څه نه دي ويلي.

تړلي موضوعات