د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره کتلي
د هند حکومت خبر ورکړی، چې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام مصري متحده عربي اماراتو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، چې دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو خبرې اترې شوې دي.
دې کتنه کې د هند یاد لوړ پوړي چارواکي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د خلکو سره د بشري مرستو جاري ساتلو او پرمختیايي پروژو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
دې کتنه کې ویل شوي، چې دواړه هېوادونه به د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.
همدارنګه د هند یاد چارواکي ویلي، چې افغانستان سره به د روغتیا برخه کې مرستې ډېرې کړي او افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو مېشت کېدو لپاره به مرستې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او هند ډیپلوماټیکې اړیکې اوس رسمي کچې ته پورته شوې دي، چې تازه اقدام کې هند د اسلامي امارت ډیپلوماټ د هند ممبۍ ښار جنرل قونسلګرۍ سرپرستي لپاره ومانه.