د نړېوالو مرستو وېش دې د افغانانو اړتیاوو او لومړیتوبو ته په کتو عیار شي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر منځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې پر مهال ویلي، د دې لپاره چې له نړېوالو مرستو په اعظمي ډول استفاده وشي، پکار ده چې د افغانانو اړتیاوو ته په کتو ولګول شي.
نوموړي دا خبرې نن چهار شنبه بهرنیو چارو وزارت تالار کې د همغږۍ څلورمې ناستې ته وکړې.
ښاغلي متقي وویل، اوس چې افغانستان له جګړې راوتلی هر ډول مرستې ورسره د افغانانو د سبا اړتیاوو ختمېدو په معنې دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت راتګ سره د افغانانو د اوږدمهاله ګټو لپاره لازمې هڅې شوې او په دې برخه کې لا نور کار ته ژمن دی.
د یادولو ده چې اسلامي امارت وخت ناوخت نړېوال مرستندویه سازمانونه ننګولي چې ګنې ډېری مرستې یې د افغانستان د بیا ودانۍ پر ځای د خپلو دفترونو په اضافي لګښتونو او لوړو معاشونو لګولي دي.