د افغانستان سرشمېرنې په اړه د همغږۍ ناسته شوې

د افغانستان سرشمېرنې په اړه د همغږۍ ناسته شوې افغانستان
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس عبدالظاهر حاجي ادریس افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA ) د پروګرامونو همغږي کوونکې او سرپرستې نادا ناجا او افغانستان کې د یاد صندوق مرستیال ډاکټر احمد ولي راسخ سره کتلي دي.

 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، دې ناسته کې د افغانستان د سرشمېرنې د ترسره کېدو، د باکیفیته ارقامو چمتوکولو، پر وخت او لوړ کیفیت سروې ګانو د ترسره کولو په اړه د همغږۍ خبرې اترې شوې دي.

 

د دغې ادارې د خبر له مخې، دې ناسته کې ښاغلي حاجي ادریس ویلي، د احصایې اداره د یوه ملي بنسټ په توګه ژمنه ده، چې ملي او نړېوالو سازمانونو او څېړونکو ته باکیفیته معتبر او کره ارقام او احصاییوي معلومات وړاندې کړي.

 

د یادونې ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو علمي ثبت، احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیایي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو برخو کې د معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي.

تړلي موضوعات