کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت په موخه جذبي څاه ګانې کیندل کیږي
د اوبو او انرژي وزارت وایي، په پلازمینې کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په موخه په بېلابېلو سیمو کې جذبي څاه ګانې کیندل کیږي.
د اوبو او انرژي وزارت زیاته کړې، چې دغه څاه ګانې به د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې او د کابل سیندیزې عمومي حوزې په مرسته وکیندل شي.
یاد وزارت دغه راز یادونه کړې، چې په همدې موخه د نوموړو حوزو تخنیکي ټیمونو د پغمان ولسوالۍ له یو شمېر سیمو لیدنه کړې او ۱۵۰ سیمې یې تثبیت کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ځمکې لاندې د اوبوې سطحې په ټیټیدو سره په کابل او ځینو ولایتونو خلک د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.