۱۶۰ تنه ساتونکي له مسلکي زده کړو فارغ شوي

۱۶۰ تنه ساتونکي له مسلکي زده کړو فارغ شوي افغانستان
۱۶۰ تنه ساتونکي له مسلکي زده کړو فارغ شوي

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ له معینیت څخه په ۹۴ یمه دوره کې ۱۶۰ تنه ساتونکي فارغ شول.

د عامه ساتنې د ملي تصدۍ معینیت ویلي، چې فارغ شوي مجاهدین به له عقیدتي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته د خصوصي سکټور او عامه شتمنیو د ساتنې په موخه په بیلابیلو برخو کې پر دندو وګمارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت ګڼ چارواکي له خصوصي سکټور څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ تر څنګ د هر ډول امنیتي او پراختیايي شرایطو پر برابریدو ټینګار کوي.

تړلي موضوعات