هېواد په بشپړ ډول خپلواک او امن دی، بدبختۍ ، فساد او ملوک الطوایفي پای ته رسېدلې

هېواد په بشپړ ډول خپلواک او امن دی، بدبختۍ ، فساد او ملوک الطوایفي پای ته رسېدلې افغانستان
هېواد په بشپړ ډول خپلواک او امن دی، بدبختۍ ، فساد او ملوک الطوایفي پای ته رسېدلې

نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون او د ګډو امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ د هېوداو پر امنیتي وضیعت او لاسته راوړنو یو مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس کې د دفاع وزارت وزیر او د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي: د خوښۍ ځای دی، چې هېواد په بشپړ ډول خپلواک او امن دی،د اشغال ټولې بدبختۍ ، فساد او ملوک الطوایفي پای ته رسېدلي.

ښاغلي مجاهد ویلي ، چې د امیر المؤمنین له لوري د عمومي عفوې فرمان د ورورولۍ بې سارې فضا رامنځته کړې ، او ټول هېواد کې د غلو او تښتونو ګراف صفر ته راټیټ شوی ،د اختطاف د پام وړ قضیې نه لرو ،ملي سوداګر او شتمن افغانان د ډاډه واوسي.

د وزیر په خبره چې ، ۹۹ سلنه د قیمتي ډبرو، تاریخي آثارو، چهارتراشو او خارجي اسعارو د قاچاق مخنیوی شوی ، د تیرو ۱۲ میاشتو پر مهال سلګونه اختطافګر نیول ش

وي ، (۲۵) تنه یې له امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي او تر ۵۰ پورې هېوادوال یې له منګولو ژغورل شوي هم دي. 

نوموړي همدا راز زیاته کړې ، چې د نشه یې توکو پر ضد یې ۸۲۸۲ تنه نیولي، ۸۳۴ د نشه یې توکو پروسس کارخوني، ۴۴۷۲ ټنه بېلابېلا نشه یې توکي، د الکولي مشروباتو د تولید ۵۷ مرکزونه، د نشه اوره تابلیټونو د تولید ۲۲کارخونې، او ۹ او ۵۱ زره او  ۸۱۶قرصه نشه یې ټابلیټ هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوي دي.

تړلي موضوعات