د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي نیولي

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي نیولي افغانستان
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي نیولي

د مالیي وزارت وایي، د نیمروز ولایت د ګمرک ګرځنده څارنې کارکوونکو د دې ولایت په اړوند سیمو کې بېلابېل قاچاقي توکي نیولي دي.

د مالیي وزارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په نیول شویو توکو کې ۱۴ټنه مالټې، ۱۴بورۍ پلاستیک، ۱۴۸۱کارتنه خوراکي رب، او ۱۵عرادې موټر سایکلونه شامل دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دې توکو کې ۹۲۰کیلو د انسان د سر وېښتان، چي قاچاقچیانو غوښتل پاکستان ته یې په قاچاقي ډول ولېږدوي نیولي دي.

د مالیې وزارت ویلي، یاد توکي د نورو اجرا اتو لپاره د نیمروز ګمرک ته سپارل شوي او په تړاو به یې نیول شوي کسان اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

تړلي موضوعات