سهیل شاهین د فرانسې سفارت سرپرست سره د کابل هوایي ډګر په تخنیکي اړتیاوو خبرې کړې

سهیل شاهین د فرانسې سفارت سرپرست سره د کابل هوایي ډګر په تخنیکي اړتیاوو خبرې کړې افغانستان
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د فرانسي سفارت سرپرست سره کتلي

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت سرپرست ژان مارین شو سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

 

شهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه لیکلي دې کتنه کې یې مارین شو سره افغانستان اوسني وضعیت، روغتیایي سکټور، خصوصي بنسټونو، د کابل هوایي ډګر تخنیکي اړتیاوو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

 

سهیل شاهین دغه کتنه وروسته له هغې کړې، چې وړمه ورځ یې هم افغانستان لپاره د هالنډ سفیرې او المان شارژدافیر سره په افغانستان کې زده کړو، اقلیمي بدلون او بشردوستانه مرستو په اړه خبرې کړې وې.

تړلي موضوعات