په افغانستان کې هیڅ رسنۍ او خبریال تر فشار لاندې نه دي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان خبریالانو مرکز د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، رسنۍ خپل ازاد فعالیت کوي او هیڅ رسنۍ او خبریال تر فشار لاندې نه دي نیول شوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۳م کال په کلني راپور کې ویلي، چې افغان خبریالان او رسنۍ په یاد کال کې له قانوني او بنیادي حقوقو او د ازادۍ له لحاظه له جدي محدودیتونو سره مخ وو او حقوق یې نقض شوي دي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې د خبریالانو مرکز دغه څرګندونې رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې رسنۍ او خبریالان په خپلواک ډول فعالیت کوي او اسلامي امارت یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې هر اړخیز ملاتړ کوي.