اسلامي امارت تحریر الشام غورځنګ ته د بریا مبارکي ورکړه!

اسلامي امارت تحریر الشام غورځنګ ته د بریا مبارکي ورکړه! سیمه

د افغانستان اسلامي امارت تازه یوې اعلامیې خپرولو سره تحریر الشام جهادي غورځنګ ته د بریا او د سوریې پلازمېنې دمشق نیولو مبارکي ورکړې.

اسلامي امارت اعلامیه کې ویلي، چې تحریر الشام غورځنګ دې د انقلاب پاتې پړاونه په داسې ډول مدیریت کړي، چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي.

اعلامیه کې هیله ښودل شوې، چې سوریه کې دې د واک لېږد بهیر په داسې ډول پرمخ ولاړشي، چې د سوریې د ټول ولس له ارمانونو سره سم د یوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي، چې له هر ډول توپیر او غچ پرته او د عمومي عفوې د تګلارې له خپلولو سره د سوریې ټول ولس راټول کړي او د نړۍ له هېوادونو سره د یوه مثبت سیاست په غوره کولو سره پرمخ ولاړ شي.

د افغانستان اسلامي امارت په سوریه کې له ټولو ښکېلو بهرنیو لوریو غوښتي، چې په خپل منځ کې او هم له نویو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکاریو سیاست غوره کړي، ترڅو سوریه د ښې حکومتولۍ، امنیت او ثبات پر لور مزل پیل کړي.

د یادونې ده، چې تحریرالشام جهادي غورځنګ په مشرۍ د سوریې جهادي ډلو او پاڅونوالو نن سهار د سوریې پلازمېنه دمشق تر کنټرول لاندې راوست او د خپلې جهادي بریا اعلان یې وکړ.

تړلي موضوعات