د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو سره کتلي
کابل کې د ایران سفارت ویلي، د ایران بهرنیو چارو وزارت د همغږۍ دفتر مسئول محمد رضا ناظري د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اقتصادي اړیکو رئیس شفیع اعظم سره کتلي دي.
کابل کې د ایران سفارت په اېکس پاڼه لیکلي دي، دواړو لوریو د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي اړیکو خبري اتري کړې دي.
دغه کتنه داسې وخت ترسره کیږي، چې دا مهال د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزېټي اړیکې پیاوړې شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.