د سالنګ لویه لار په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
د ټولګتو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو، طوفان او د لیدلو محدودې ساحې له کبله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې.
یاد وزارت ویلي، سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست پرسونل د دې لارې له زیانمنو سیمو وسایطو د تخلیې په لټه کې دي.
ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا دې په دې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده، چې د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست پرسونل هڅه کوي، چې د هوا برابرېدو سره په وخت واوره پاکه او لار د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.