۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې کڼ شمېر وسایط او وسلې ترمیم شوي

۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې کڼ شمېر وسایط او وسلې ترمیم شوي افغانستان
۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې کڼ شمېر وسایط او وسلې ترمیم شوي

د ملي دفاع وزارت ویلي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په حمایه وي لوژیستیکي کنډک کې د مسلکي تخنیکي پرسونل په هڅو یو شمیر پوځي وسایط او وسلې بیا رغول شوي دي.

ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تخنیکي پرسونل د قول اردو د جزتامونو اړوند هغه رینجر موټر، ټیلر، انټرنیشنل، هاموي او ضربتي ټانګونه او ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې بیا رغولي، چې د تیرې ادارې پر مهال تخریب شوي وو.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې له فتحې وروسته په یاده قول اردو کې شاخوا ۴۳۳۱ بیلابیل ډوله پوځي وسایط او ۲۲۳۰ میله سپکې او درنې وسلې بیا ترمیم شوي دي.

تړلي موضوعات