بهرنیو هېوادونو کې به افغانانو ته د تذکرو د وېش بهیر پیل شي
د بهرنیو چارو وزارت وایي، اوس مهال په زیاتو هېوادونو کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ به د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ هم پیل شي.
دغه خبره د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي رحت الله فضیل د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست کې د قونسلي خدمتونو د مراجعینو لپاره د صالون پرانیستي پرمهال کړې دي.