د نورستان پوهنې ریاست ته ۱۵۰زره جلده نوي درسي کتابونه ورکړل شول

د نورستان پوهنې ریاست ته ۱۵۰زره جلده نوي درسي کتابونه ورکړل شول افغانستان
د نورستان پوهنې ریاست ته ۱۵۰زره جلده نوي درسي کتابونه ورکړل شول

د پوهنې وزارت مسؤلین وایي، د نورستان ولات پوهنې ریاست ته یې ۱۵۰ زره جلده نوي درسي کتابونه ورکړي دي.

د نورستان د پوهنې ریاست مرستیال مولوي فیصل مختار د دغو کتابونو د ورسپارل کېدو پرمهال ویلي، اسلامي امارت ژمن دی، چې په هېواد کې دیني او عصري زده کړو ته پراختیا ورکړي او تر بل هر وخت د دغې برخې ملاتړ کوي.

د پوهنې وزارت مسؤلین زیاتوي، نورستان ولایت ته یي ۲۵۰ زره جلده نوي کتابونه په نظر کې نیولي، چې له ډې ډلې یې ۱۵۰زره جلده د دې ولایت پوهنې ریاست ته سپارل شوي او په نږدې راتلونکې کې به پاتې نور هم ورکړل شي.

دغه کتابونه پر داسې مهال د نورستان ولایت پوهنې ریاست ته ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې په دې ولایت کې د ښوونځیو شاګردانو د درسي کتابونو له کمبود څخه شکایت کاوو.

تړلي موضوعات