د ادارو او وزارتونو ویاندویان دې د ا.ا رسنیز ډګر لکه د شل کلنې مبارزې په څېر برلاسی وساتي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت اړوندو وزارتونو او ادارو ویاندویانو او رسنیزو مسؤلنیو سره کتلي.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت ویلي، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې د ادارو او وزارتونو ویاندو سره په خبرو کې ویلي، د ادارو او وزارتونو ویاندویان دې هڅه وکړي چې د اسلامي امارت رسنیز ډګر لکه د شل کلنې مبارزې په څېر برلاسی وساتي.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت نشراتي برخه خورا مهمه بللې چې په خبره یې، دا مهمه ده چې خلکو ته د ټولنې واقعیتونه او د اسلامي امارت لاسته راوړنې پر وخت شریکې کړي او له رسنیو سره دې پراخه او دوامداره همکاري وشي.
نوموړي له رسنیو څخه هم غوښتي، چې د ټولنې واقعیتونه دې منعکس کړي، ځکه د اسلامي امارت په راتګ سره په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی چې سیاسي کمېسیون هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت د نشرانو د پراختیا او اغېزمنتیا په موخه اړین ګامونه واخلي، چې اطلاعاتو ته لاسرسی او د ادارو نشراتي هڅې به ورسره لا چټکې شي.
په دې کتنه کې د ادارو او وزارتونو ویاندویانو او د رسنیو مسؤلینو هم ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې له ملي او نړیوالو رسنیو سره د اطلاعاتو پر شریکولو سربېره د اړوندو ادارو ټولنیزې پاڼې او چاپي رسنۍ هم د عامه پوهاوي په موخه د چارواکو او ادارو فعالیتونه په منظم ډول خپروي.