هېوادوال دې د مالیاتو ضايع کېدو او پکې د فساد اندېښنه نه لري

هېوادوال دې د مالیاتو ضايع کېدو او پکې د فساد اندېښنه نه لري افغانستان
هېوادوال دې د مالیاتو ضايع کېدو او پکې د فساد اندېښنه نه لري

ارګ وایي، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د سوداګرو او کسبګرو ټولنې غړو سره په کتنه کې ويلي، د افغانانو مالیات د هېواد په رغونه او بنسټونو لګول کېږي، په دې برخه کې باید هېوادوال د فساد یا ضایع کېدو اندېښنه ونه لري. 

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مولوي عبدالکبیر په دې ليدنه کې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا له خصوصي سکتور پرته ناممکنه وبلله په خبره يې، حکومت د اسلامي اصولو پر بنسټ ټولو بهرنیو او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول خپل مسؤلیت بولي او ډاډ يې ورکړ، چې له اړوندو ادارو سره يو ځای به د سوداګرو په وړانديزونو غور وکړي.

نوموړي زياته کړې، سره له دې چې حکومت نوی او د پرمختګ په حال کې دی؛ خو بیا هم د اسلامي امارت رهبري به د سوداګرو د ملاتړ په موخه د مالیاتو تنظیم ته پام وکړي.

په دې ليدنه کې د سوداګرو او کسبګرو ټولنې غړو د سوداګرو او کسبګرو پر لاسته راوړنو، د هغوى پر وړاندې شته ستونزو او د سوداګرۍ او صنعت په روان وضعيت خبرو ترڅنګ په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ګڼ شمېر کانټينرونو او مالونو پر نامعلوم برخليک اندېښه وښوده او ويي ويل، دغې وضعيت اقتصادي زيانونه اړولي او اسلامي امارت دې په دې برخه کې اقدامات وکړي.

‏یادو سوداګرو همداراز د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ له لوري د مالیاتو ټولولو نیمګړتیاوو او د فيصدي راکمولو په اړه هم په ليکلې بڼه خپل وړانديزونه ورته وړاندې کړل.

تړلي موضوعات