د پروان د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه سرتیري فارغ شول

د پروان د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه سرتیري فارغ شول افغانستان
د پروان د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۵۰ تنه سرتیري فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې د پروان ولایت د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په اوومه دوره کې شاوخوا ۴۵۰ تنه سرتیري فارغ شول.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغو فارغانو کې د پروان، کاپیسا، پنجشېر ولایتونو او د کابل د قطعاتو سرتیري شامل دي چې له دوه میاشتنیو تخنیکي، مسلکي، عقیدتي او روغتیایي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.

د یاد مرکز قومندان مولوي انصار الله مهاجر په دې اړه جوړې شوې غونډي ته ویلي، چې په دغې شمېر سرتیرو کې ۸۴تنه د کاپیسا، ۱۰۴ تنه د پنجشېر، ۹۳تنه د کابل او ۱۶۷تنه په پروان ولایت پورې تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم له یاد ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په اوو دورو کې«۴۹۲۴» تنه فارغ شوي دي.

تړلي موضوعات