ننګرهار کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي

ننګرهار کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي افغانستان
ننګرهار کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مرسته د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته چې سرپرست نلري د چرګانو واړه فارمونه جوړ کړي.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وایي، دغه فارمونه یې په چپرهار، کوزکونړ او روداتو والسوالیو کې د دغو کورنیو داقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړ کړي، تر څو بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابره شي.

د نوموړي په خبره، هرې کورنۍ ته یې ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۷۵ کیلو ګرامه د چرګانو دانه، درمل، دانه خوري او ابخوري ورکړل شوي. 

تړلي موضوعات