د کابل – جلال اباد دویم لین سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې سړک د پرانېستې مراسمو کې ویلي، د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.
ملا برادر اخوند ویلي، دې لارې په جوړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې، د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر ګړندی، خوندي او کم لګښته شي.
د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک شاوخوا ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د کابل بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل او د کابل ولایت خاکجبار، د ننګرهار ولایت د حصارک، خوګیاڼیو او سرخرود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته د ننګرهار د حلقوي سړک سره نښلول کېږي.
د دغه سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ چې ۲۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د اساسي جوړونې چارې پيل شوې.
د یادونې ده، دغه سړک د اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس د وسایطو او عراده جاتو څخه د هغوی د نوعیت په تفکیک د ټاکل شوي حق العبور په بدل کې جوړېږي