د لغمان عليشنګ ولسوالۍ کې د ۲۲ کيلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې

د لغمان عليشنګ ولسوالۍ کې د ۲۲ کيلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د لغمان عليشنګ ولسوالۍ کې د ۲۲ کيلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت مقام مسؤلين وايي، چې په عليشنګ ولسوالۍ کې د ١٩.٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د ٢٢ کيلومتره سړک د اساسي جوړولو چارې پیل شوې.

مسؤلین زیاتوي، چې دغه سړک د لغمان کليو، بيارغونې او پراختيا رياست په مرسته د اکټيټ موسسې په مالي ملاتړ رغول کېږي، چې ١٦٠٠ کسانو ته د کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا سړک د عليشنګ ولسوالۍ له کوټا کلي څخه تر سالاب کلي پورې د ٢٢ کيلومتره اوږدوالي او شپږ متره پراخوالي سره رغول کېږي.

تړلي موضوعات