قزاقستانی ډاکټر ننګرهار کې روغتیايي مرکز جوړوي

قزاقستانی ډاکټر ننګرهار کې روغتیايي مرکز جوړوي بیارغونه او پراختیا
قزاقستانی ډاکټر ننګرهار کې روغتیايي مرکز جوړوي

د ننګرهار ولايت د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوری وايي، د عمر په نوم يو قزاقستانى ډاکټر غواړي چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند کابل کمپ سيمه کې د ۳۰۰ زرو ډالرو په ارزښت روغتيايي کلينيک جوړ کړي. 

مرستیال والي د دغه کلينيک د جوړولو په ټولو چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړى او غوښتنه يې کړې، چې د کلينيک عملي چارې دې پيل کړي.

 یاد قزاقستاني ډاکټر عمر د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري سره په ليدنه کې ويلي، دغه کلينيک به په پنځو پوړونو کې جوړ کړي، چې د سيمي خلکو ته به په وړيا ډول لازم روغتیایي خدمات وړاندې کوي. 

ښاغلي عمر زياته کړې، په پام کې لري چې په کابل او بلخ ولايتونو کې هم ورته دوه نور کلينيکونه جوړ کړي او په دې برخه کې يې له مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات