ننګرهار کې د انسان تښتوونکو له لوري د یو ماشوم شهادت؛ په تور یې دوه تنه نیول شوي

ننګرهار کې د انسان تښتوونکو له لوري د یو ماشوم شهادت؛ په تور یې دوه تنه نیول شوي افغانستان
ننګرهار کې د انسان تښتوونکو له لوري د یو ماشوم شهادت؛ په تور یې دوه تنه نیول شوي

د هېواد ختیځ زون اړوند ننګرهار ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي ،چې دغه ولایت کې یې د الیاس په نوم د شهید شوي ماشوم د شهادت په تړاو دوه تنه نیولي دي.

 د یادې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز د یاد ولایت اطلاعات او کلتور ریاست کې د یو کلنو لاسته راوړنو شریکولو اړوند کنفرانس کې رسنیو ته ویلي، تېره شپه د امینیتي ځواکونو لخوا د الیاس د شهادت په تور دوه کسه نیول شوي چې  ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته هم وسپارل شي.

د مبارز په خبره، د هغو نورو کسانو د نیولو لپاره هم ګړندۍ هڅې روانې دي چې په یاده موضوع کې یې لاس درلود.

نوموړي زیاته کړې، چې څو ورځې وړاندې بهسودو ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو د الیاس په نوم یو ماشوم اختطاف او د خوشې کولو بدل کې یې له کورنۍ پېسې غوښتې، خو کورنۍ یې د ورکړې توان نه درلود، چې وروسته د انسان تښتوونکو لخوا په شهادت رسېدلی و.

تړلي موضوعات