چابهار بندر به افغاني توکو لپاره ډېره اسانه او ارزانه لار وي
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي، چې چابهار بندر به افغاني توکو لپاره ډېره اسانه او ارزانه لار وي او چابهار سره به د افغانستان سوداګري لا پراخه شي.
د ملا برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى دولتي پلاوى ایران هېواد ته له شپږ ورځني سفر وروسته نن کابل ته راستون شو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال رسنیو سره خبرو کې وویل، چې چابهار له لارې به افغاني توکي اسانه بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.