۱۵ملي او بین المللي موسساتو سره ۲۲ تړونونه لاسلیک شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له ۱۵ ملي او بین المللي موسساتو سره یې د ۱میلیارد او ۷۹میلیونه افغانیوپه ارزښت ۲۲ تړونونه لاسلیک کړل.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه تړونونه یې د ماشوم ساتنې، فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو، یتیمو او بېوزله کورنیو سره د بشري مرستو په برخو کې لاسلیک کړي دي.