۱۰ مؤسسو سره د کارموندنې هوکړې لاسلیک شوې

۱۰ مؤسسو سره د کارموندنې هوکړې لاسلیک شوې افغانستان
۱۰ مؤسسو سره د کارموندنې هوکړې لاسلیک شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له لسو مؤسسو سره یې د تشبثاتو په برخه کې د کارموندنې هوکړې لاسلیک کړې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه هوکړې یې د هېواد په کچه د کوچنیو او متوسطو متشبثینو د ملاتړ او پراختیا په موخه لاسلیک کړې.

د دې هوکړو له مخې به قرارداد کوونکې مؤسسې په کابل، سمنګان، سرپل، هرات، بغلان، بلخ او بدخشان ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په پلي کولو سره هېوادوالو ته د کارموندنې او د هغوی د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي.

 په دغو پروژو کې د کوچنیو متشبثینو، د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ ترڅنګ د کسب او کار له لارې د کارموندنې زمینه برابرول، ظرفیت لوړول، له ښځو او ماشومانو څخه ټولنیز ملاتړ، نجونو ته د خیاطي زده کړې پروژه، د لاسي صنایعو وده، بې سرپرسته ښځو ته د کارموندنې رامنځته کول او نورې پروژې شاملې دي.

تړلي موضوعات