ټول هېواد کې ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې
د عدلیې وزارت وایي، د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمېسیون د کار له پیل څخه را وروسته تر اوسه نږدې ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بیرته راګرځول شوې.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، له غصب څخه د ځمکو راګرځولو کمېسیون ۱۵ میاشتې وړاندې د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ رامنځته شو، چې په دې موده کې له غاصبینو څخه د ۱.۵ میلیون جریبه ځمکې په راګرځولو توانېدلی دی.
په همدې حال کې له غصب څخه د ځمکو راګرځولو کمېسیون مسؤلین وایي، ۴۰۰ زره جریبه نوره ځمکه هم د دې کمېسیون تر کار لاندې ده