په تېرو شپږو میاشتو کې د سپین بولدک له لارې تر ۲۹ زرو زیاتې کډوالې کورنۍ راستنې شوې

په تېرو شپږو میاشتو کې د سپین بولدک له لارې تر ۲۹ زرو زیاتې کډوالې کورنۍ راستنې شوې افغانستان
په تېرو شپږو میاشتو کې د سپین بولدک له لارې تر ۲۹ زرو زیاتې کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کندهار ولایت سپين بولدک ولسوالۍ له لارې په تېرو ۶ میاشتو کې له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو کډوالو پر دوام ۲۹زره او ۱۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

 بولدک کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو عمومي مدیر مولوي عبدالطیف حکیمي حریت نیوز ته ویلي، چې راستنې شوې کورنۍ، چې مجموعي شمېر یې ۱ لک، ۶۵ زره او ۲۰۰تنه کډوال کېږي، له دغې لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې سرطان میاشت کې ۵۴۶ کورنۍ چې ۳۲۴۹ تنه کېږي، اسد میاشت کې ۷۹۷ کورنۍ، چې ۴۶۳۰ تنه دي، سنبله میاشت کې ۱۱۳۴ کورنۍ، چې۷۱۴۱ تنه دي، مېزان کې ۲۹۸۸ کورنۍ، چې ۱۸ زره او  ۴۷۶تنه دي، عقرب کې ۱۸زره او ۴۱۵کورنۍ، چې ۱ لک او ۲۵۶۴ تنه دي او په قوس میاشت کې بیا ۵۲۷۲ کورنۍ، چې ۲۹ زره او ۱۴۰ تنه دي او مجموعي شمېر یې ۱ لک او ۶۵ زره او ۲۰۰تنه کډوال کيږي، له بولدک لارې هېواد ته راستانه شوي.

دا شمېرې پر داسې مهال خپرېږي، چې لا هم د تورخم او بولدک لارو هره ورځ په سلګونو کډوال هېواد ته راستنېږي، چې د اسلامې امارت له لوري ورسره د هر ډول مرستو لړۍ هم دوام لري

تړلي موضوعات