په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې نږدې ۱۰۰۰ ښوونځي جوړ شوي

په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې نږدې ۱۰۰۰ ښوونځي جوړ شوي بیارغونه او پراختیا
په تېرو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې نږدې ۱۰۰۰ ښوونځي جوړ شوي

د پوهنې وزارت مسؤلین وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته په ټول هېواد کې ۹۷۲ ښوونځي جوړ شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، له دې ډلې یې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۵۹ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې او د ۶۰ نورو د رغونې چارې دوام لري.

ښاغلي حمزه زیاته کړې، چې کاري ډلو یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په سفرونو کې د پوهنې اړوند سروې کړې، چې له ارزونې وروسته به ټولو هغو سیمو ته د پوهنې وزارت خدمات وغځول شي، چې له دې وړاندې په کې د پوهنې په برخه کې کوم څرک نه لیدل کېږي.

نوموړي همداراز ویلي، د ښوونکو د ظرفیت لوړونې ترڅنګ یې د زده کوونکو عملي زده کړو ته هم پاملرنه زیاته کړې ده.

تړلي موضوعات