راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل کېږي

راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل کېږي افغانستان
راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل کېږي

د کډالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له مرستیال والي مولوي خال محمد حقاني سره په کتنه کې ویلي، چې په را روان پسرلي کې به راستانه شویو کډوالو ته د کورجوړولو په موخه د ځکمو د وېش لړۍ پیل شي.

ښاغلي وزیر په ژمي کې په دغه ولایت کې له سوداګرو او مرستندویه ادارو څخه اړمنو کسانو ته د مرستو په راټولولو هم ټینګار کړی او د یاد ولایت له اړوند مسؤلینو څخه یې غوښتنه کړې، چې د کډوالو اصلي ستونزې په ګوته او پر وخت یې له مرکز سره شریکې کړي.

نوموړي زیاته کړې، د وزارت د ګومارل شویو کمېټو او دویمو واحدو له لوري په ۲۹ ولایتونو کې له ۳۰ زرو څخه زیاتو راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې، چې په دغو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، د کور اړین وسایل، جامې او درمل شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې تخار ولایت کې تر دمګړۍ دوه زره راستانه شوي افغان کډوالو ثبت شوي دي او مسؤلینو ورسره د اړینو لومړنیو مرستو خبر ورکړی.

تړلي موضوعات