تېره میاشت افغانستان ته نږدې 2600 بهرنیو وګړو تګ او راتګ کړی

تېره میاشت افغانستان ته نږدې 2600 بهرنیو وګړو تګ او راتګ کړی افغانستان
افغانستان کې بهرني سیلانیان

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په تېره قوس یا لیندۍ میاشت کې افغانستان ته نږدې ۲۶۰۰ تنو بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی.

دې ادارې زیاته کړې، چې په یاده موده کې ۲ زره او ۵۸۶ بهرنیو وګړو د ځمکنیو بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې تګ راتګ کړی دی.

د احصایي او معلوماتو ملي ادارې په دې تړاو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې موده کې د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۱۴ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۷ ښځو په ګډون ۱۲۷۲ کسه بیرته بهر شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره افغانستان سرتاسري امن شوی، چې ورسره بهرنیو وګړو افغانستان ته سفرونه ډېر کړي دي.

تړلي موضوعات