د کابل ترمینلونو کې د 35 موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوی

د کابل ترمینلونو کې د 35 موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوی افغانستان
ټرانسپورټي بس چې فعالیت یې ځنډول شوی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د کابل ښار ترمینلونو کې د موټرو خوندیتوب، معیاري کولو او چاپېریال ساتنې په موخه د ۳۵ موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډولی.

یاد وزارت وايي، چې د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست د کابل ترمینلونو او بېلابېلو سیمو کې د لېږدونکو موټرو د خوندیتوب، معیاري کولو او چاپېریال ساتنې په موخه د موټرو تخنيکي چک کنټرول پروسه ترسره کړې، چې په پایله کې یې د ۳۵موټرو ټرانسپورټي فعالیت وځنډول شو.

وزارت زیاتوي، چې دې پروسه کې مسؤلینو موټر چلوونکو ته یو شمېر لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی یې وغوښتل، چې د موټرو تخنیکي ستونزې حل کړي، ترڅو د ترافیکي پېښو او چاپېریال ککړتیا سبب ونه ګرځي.

تړلي موضوعات