د کډوالو ښارګوټو د تثبیت او تصفیې چارې به ژر پشپړې شي

د کډوالو ښارګوټو د تثبیت او تصفیې چارې به ژر پشپړې شي بیارغونه او پراختیا
د کډوالو ښارګوټو د تثبیت او تصفیې چارې به ژر پشپړې شي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر وایي، هېواد ته د بیرته راستنېدونکو کډوالو د ښارګوټو د تثبیت او تصفیې چارې به ژر بشپړې او ژر به په یادو ښارګوټو کې ودانیز کارونه پیل شي.

د کډوالو چارو وزارت ویلي، د کډوالو چارو وزیر بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بدخشان له والي قاري محمد ایوب خالد سره په لیدنه کې ویلي، چې د کډوالو په برخه کې به د یاد ولایت د ستونزو د حل په موخه له اړوند ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړي.

په دې لیدنه کې د بدخشان والي قاري محمد ایوب خالد دغه ولایت ته د کډوالو د راستنېدو پروسې او د هغوی ته د وړاندي شوو خدماتو او کاري کمېټو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي

تړلي موضوعات