کندهار کې ۵ زره کارټنه بې کيفیته درمل نیول شوي
د کندهار د خوړو او درملو رئیس حافظ حمیدالله وايي، چې تېرو اوو میاشتو په موده کې کندهار کې شاوخوا ۵ زره کارټنه بې کیفیته درمل نیول شوي دي.
ښاغلی رئیس زیاتوي، چې د درملو تر څنګ یوه اندازه خوراکي توکي هم نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، چې د دې ادارې منسوبین کندهار کې وخت پر وخت له عمده پلورنځیو، درملتونونو او هټیو څخه نظارت کوي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وپلوري.
د حافظ حمیدالله په خبره، که څوک د بې کیفیته توکو او درملو په تړاو ونیول شي، نو محکمې ته یې معرفي کوي.